چين په ۲۰۲۳م کال کې د جي ډي پي (GDP) د زياتوالي ۵ سلنه موخه ټاکلې
CMG2023/03/05 11:05:59
شريکول:

 د چين لومړي وزیر لي که چيانګ د مارچ په پنځمې نېټېې د دغه هېواد ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته په حکومتي کاري راپور کې د چين د سږنۍ اقتصادي ودې هدف ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې په روان کال کې به د چين د کورنيو تولیداتو عمومي اندازه (GDP) شاوخوا ۵ سلنه زياته شي.

نوموړي په دغه راپو کې نور پرمختيايي هدفونه هم ياد کړي دي.

راپور وايي، د چين حکومت به سږ کال په ښارونو او ښارګوټو کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کسان پر نويو دندو وګوماري او بې روزګارۍ کچه به شاوخوا ۵،۵ سلنې ته راټيټه کړي؛ د خلکو د مصرفي بيو ګراف(CPI)  به یې نژدې ۳ سلنه زیاتوالی ومومي؛ د خلکو د عوایدو زياتوالی او اقتصادي وده به يې هممهاله پرمختګ ومومي؛ د تادیاتو نړیوال توازن به يې اساسا بېلانس او برابر وي؛ د غلو دانو تولید به یې له ۰،۶۵ ټریلیونو کیلو ګرامو څخه پورته وي او د چاپېريال ایکولوژیکي کیفیت به یې ثابت پرمختګ ومومي.