د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پيل شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين د جيانګ سو ولايت پلاوي په مباحثوي ناسته کې ګډون وکړ.