چين تېر کال په ډېرو ستونزمنو وختونو او ننګونو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي
CMG2023/03/05 10:36:29
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانېستل شوه.

د چين صدراعظم لي که چيانګ نوموړې غونډې ته د حکومت د کاري راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې ويلي، چې هېواد يې په ۲۰۲۲م کال کې د ډېرو ستونزو او ننګونو په لرې کولو سره د ثابت اقتصادي پرمختګ، د پرمختګ کيفيت د لوړوالي او د ټولنيز ثبات په شمول ډېرو برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

لي که چيانګ د حکومت په کاري راپور کې ويلي، چې د چين اقتصاد تېر کال د کرونا وبا په شمول د کورنيو او بهرنيو عواملو له اغېزو سره مخ و، خو حکومت د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مشرۍ تر چتر لاندې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

لي که چيانګ ويلي، چې تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۳ سلنه، په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو وګړو شمېر ۱۲ ميليونه او ۶۰ زره او د خلکو د مصرفي بيو ګراف ۲ سلنه زيات شوی و او هېواد يې په سخت چاپېريال کې د اقتصادي پرمختګ عمده کلنۍ موخې پوره کړې دي.