د هنګري د پارلمان مشر: د ناټو او اروپايي ټولنې ځينې هیوادونه د روسیې او اوکراین په شخړه کې ښکېل دي
CMG2023/03/06 11:27:26
شريکول:

د هنګري د پارلمان مشر کيويل لاسزلو په دې وروستیو کې له سیمه ییزو رسنیو سره په يوې مرکې کې ویلي، چې ناټو او اروپايي ټولنې اوکراین ته د ګڼو پوځي مرستو په برابرولو د روسیې او اوکراین په شخړه کې ځانونه ښکېل کړي دي

نوموړي ويلي، چې د ناټو او اروپايي ټولنې غړو هېوادونو اوکراین ته د شاوخوا ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات استولي دي او د ده په ټکو، دا په دې مانا ده، چې د اروپایي ټولنې او ناټو ځينې غړي هېوادونه لا دمخه په يادې جګړې کې ښکېل شوي، که څه هم دوی ادعا کوي، چې په مستقیم ډول يې په نظامي عملیاتو کې ګډون نه دی کړی. 

هغه په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه هم خپل نظر څرګند کړی او ويلي يې دي، د هنګري پارلمان لا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، چې په ناټو کې د شاملیدو لپاره د فنلنډ او سویډن غوښتنلیکونه تصویب او يا یې رد کړي، خو په وينا يې، فنلنډ او سویډن څو څو ځله د اروپايي ټولنې په دننه کې د هنګري ګټو ته زيانونه رسولي او دښمنانه چارې يې تر سره کړي او د دغه هېواد د پارلمان غړي یې ناراضه کړي دي.

(ژباړه: شکريه)