د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټه: د چين د سالم او دوامدار اقتصادي پرمختګ وضعيت نه دی بدل شوی
CMG2023/03/06 14:46:30
شريکول:

 د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۶مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړې او مسؤلينو يې د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

  ايا د چين د اقتصاد د اعاده کېدو تمايل به دوام ولري؟

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مرستيال مشر جاو شين چن يادې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارې د تعديل او د بېلا بېلو تګلارو د تطبيق په رڼا کې د وګړو د تګ راتګ او د مالونو د ټرانسپورټ د اعاده کېدو بهير چټک شوی او ملي اقتصاد څرګند ښه شوی دی.

 نوموړي زياته کړې، چې د روان کال د پسرلني جشن په موده کې په چيني بازارونو کې د خلکو سفرونه او مصارف تر ډېرې اندازې زيات شوي او دغه وضعيت د سږ کال د لومړۍ ربعې او حتی د ټول کال د مصارفو لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.

د پانګونې له ډګره، د چين په بېلا بېلو سيمو کې ګڼ شمېر مهمې او لويې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي او دا به د اقتصاد د سمسورتيا لپاره قوي ملاتړ برابر کړي.

د جاو شين چن يادې څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د چين اقتصاد انعطاف منونکی او د پرمختګ پټ قوت لري او د دايمي پرمختګ وضعيت يې نه دی بدل شوی.