د جرمني صدراعظم: اروپا بايد د سيالۍ ځواک پياوړی کړي
CMG2023/03/06 12:43:13
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولاف شولز د مارچ په ۵مې نېټې د اروپايي ټولنې کميټې له رئیسې اورسولا ون درلين سره په خبري ناستې کې ويلي، اروپا اړه ده، چې د سيالۍ ځواک پياوړی کړي.

اولاف شولز ويلي، چې اروپا اوسمهال له ګڼو بحرانونو سره مخ ده او تر ټولو بيړنۍ دنده يې دا یاده کړې، چې اروپايي هېوادونه ډېر ژر د اقليمي بدلون بهیر ودروي.
ون درلين هم په خپلو خبرو کې اقليمي ګرموالي ته اشاره کړې او په وينا يې، اروپايي هېوادونه يې باید پر وړاندې مقابله وکړي. نوموړې د اروپايي تصديو د انرژۍ لګښت لوړ بللی او ويلي يې دي، چې اروپايي ټولنه باید په چوکاټي شرایطو کې دوامدار تعديلات او ښه والی راولي، څو د سیالۍ ځواک يې پياوړی شي او په زرغون تخنيک کې مخکښ دریځ وساتي.

د ون درلين په اند، د امريکا « د انفلاسیون کمولو قانون» چې موخه يې د امريکايي محصولاتو اخيستل دي، پر اروپا بد سیوری غوړولی او ستونزې يې ورته راپورته کړې دي.