شي جين پينګ د چين د ولسي مشورتي کنفرانس له غړو سره وکتل
CMG2023/03/06 17:33:21
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رييس او د مرکزي پوځي کمېسيون رييس شي جين پينګ نن د مارچ د ۶مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ولسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کمېټې د لومړۍ غونډې له غړو سره وکتل، چې د چين د ملي ابادۍ ډيموکراټيکې ټولنې او سوداګريزې ټولنې غړي دي، د دغو غړو په ناسته کې يې ګډون کړی او د دوی نظريې او وړانديزونه يې اورېدلي دي.