شي جين پينګ: چين بايد باکيفيته پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي
CMG2023/03/06 12:43:58
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ د مارچ د ۵مې نېټې په ماسپښين د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ غونډې په څنډې کې  د جيانګ سو ولايت د پلاوي د بحث په ناسته کې ګډون وکړ.

نوموړي باکيفيته پرمختګ د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ لپاره لومړۍ مهمه دنده بللې او په وينا يې، چين بايد د نوي پرمختګ مفکوره په بشپړه، دقیقه او هر اړخیزه توګه پلې کړي  او د نوښت، همغږۍ، زرغونتیا، پرانیستې او شریکو ګټو له لارې پراختیا ته وده ورکړي.

شي جين پينګ دا اړينه بللې، چې هر کس باید د کیفیت ښه والی په پام کې ونيسي، کیفیت او ګټو ته باید لومړيتوب ورکړي او د ژوند په هره برخه کې لوړ کيفیت په نظر کې وساتي.

 نوموړي ويلي، چين بايد د ورخلاصون پر ژورتيا ټينګار ولري، پرمختيايي موډل باید بدل او د موثريت او محرکې قوې له لارې د کيفيت بدلون ته وده ورکړي او د دوامدار باکيفيته پرمختګ د سيسټمونو او ميکانيزمونو جوړونه بايد ګړندۍ کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چين بايد د خلکو د ښه ژوند ارمانونه او اړتياوې پوره کړي، د پیل ټکي او هدف په توګه باید د هغوی د ښکلي ژوند زياتيدونکې غوښتنې بشپړې کړي، پرمختیایي لاسته راوړنې يې باید د ژوند کیفیت ته بدلې کړي او د دوی د ټولنيز خونديتوب په برخه کې باید ډېرې هڅې وکړي او د رضايت کچه يې باید لوړه وساتي.