روسي کارپوهه: چين د نړيوال اقتصاد او نړيوالو اړيکو د ثابتولو لپاره مهم رول لوبوي
CMG2023/03/06 09:38:21
شريکول:

د روسيې د سانپيټرزبورګ پوهنتون استاده او اقتصادي چارو شنونکې ايرينا کوکوشکينا پدې وروستيو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې چين د نړيوال اقتصاد او نړيوالو اړيکو د ثابتولو لپاره مهم رول لوبوي.

ايرينا کوکوشکينا ويلي، تېر کال نړيوال اقتصاد د کرونا وبا او نورو منفي اغېزو له امله کمزوری شوی، خو د چين حکومت عمومي کنټرول پياوړی کړی، د بازارونو حياتي ځواک يې هڅولی او د استهلاک د تشريق او پورته کولو لپاره يې يو شمېر اقدامات غوره کړي دي، چې پر اقتصادي ودې يې مثبتې اغېزې ښندلي او اقتصاد يې ثابت پرمختګ موندلی دی.

نوموړې زياته کړې، چې چين بهرنی او داخلي ټيکاو د اقتصادي ودې بنسټ بولي، هڅه کوي چې له بهرنيو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړيکې پراخې او له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګې کړي.

کوکوشکينا چين ثابت او باوري هېواد یاد کړی او ويلي يې دي، چې چين د نړيوال اقتصاد او نړيوالو اړيکو د ثابتولو لپاره مهم رول لوبوي.