د چین د ملي ولسي کانګرېس استازې چياو جين شوانګ مې د چين د جنوب لوېديځ سه چوان ولايت د له شان ښار د ما بيان د يي قوم کورواکې ولسوالۍ کې د ګلدوزۍ د يو مسلکي کوپراتيف مسئوله ده.
په دغه کوپراتيف کې د يي قوم نجونې په وزګار وخت کې ګلدوزي کوي.
چياو جين شوانګ مې له خپلو څو ملګرو سره په ۲۰۱۵م کال کې د ګلدوزۍ مسلکي کوپراتيف جوړ کړ، تر اوسه يې څه باندې درې زره کسان د ګلدوزۍ په برخه کې روزولي دي او اوس د دوی اته سوه شاګردان په خپلو کورونو کې ګلدوزي کوي. نوموړې د ولايت په کچه د غير مادي ميراثونو لېست کې د يي قوم د ګلدوزۍ د شاملېدو لپاره ډېرې هڅې کړي.
نوموړې وايي، چې هغه به دا ځل د چين د ملي ولسي کانګرېس په کلنۍ غونډه کې د عامو خلکو غږونه پورته کړي او د يي قوم د ګلدوزۍ له لارې د کلتوري سيلانيزو چارو د پرمختګ او د کليوالو سيمو د سمسورتیا په اړه به وړانديزونه وکړي.