د چین شکله عصري کېدو بهیر له نړۍ سره ګټور فرصتونه شریکوي
CMG2023/03/06 15:14:08
شريکول:

اوس د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه او د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې لومړۍ غونډه روانه ده. دغه دواړه غونډې د چین کمونېست ګوند تر شلم ملي کانګرس وروسته پر لومړي ځل ترسره کېږي او پکې د چین شکله عصري کېدو بهیر پرمخ بېول ډېر د پام وړ دی.

د چین حکومت د مارچ په ۵مه نېټه ملي ولسي کانګرس ته د ۲۰۲۳م کاري راپور  وړاندې کړ او پکې يې ټینګار کړی چې د ثابت پرمختګ پر بنسټ به اقتصادي چلند ښه والي پرمخ بوزي. په دغه راپور کې د سږ کال لپاره د چین اقتصادي پرمختګ اټکلې موخه هم په ډاګه شوې چې ۵ سلنه يې ښيي. د نړیوال اقتصاد د کمزورېدو په حال کې، دغه راپور نړۍ ته باور برابر کړی دی.

د باکیفیته پرمختګ موندل د چین شکله عصري کېدو یوه اصلي غوښتنه ده. له تېرو ۵ کلونو راهيسې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۱ میلیون، ۲۱۰ زرو یوانو ته زیات شوی او منځنی کلنی زیاتوالی يې ۵ اعشاریه ۲ سلنه و. تېر کال د چین اقتصاد له ډېرو بهرنیو او کورنیو فشارونو سره سره ۳ سلنه پرمختګ موندلی. له دې څخه ښکاري، چې د چین اقتصاد له ننګونو سره د مقابلې پياوړی توان او ستر پټ ځواک لري.

د نړیوال وجهي صندوق د تازه اټکل له مخې، سږ کال د نړیوال اقتصاد پرمختګ به ۲ اعشاریه ۹ سلنه وي او دغه شمېر د تېر کال په نسبت صفر اعشاریه ۵ سلنه ټيټ شو. د نړیوال بانک، د اقتصاد او همکارۍ سازمان په شمول ځينو نړیوالو ارګانونو هم په جلا جلا توګه د نړیوال اقتصاد د سږني پرمختګ وړاندوینه ټیټه ښودلې ده.

د چین سږني اقتصادي پرمختګ په اړه ۵سلنه موخه د کورنیو او بهرنیو حالاتو تر څار وروسته ټاکل شوې او د عصري کېدو بهیر د ثابت پرمخ بيولو له اړتیا سره سمون خوري. نړیواله ټولنه د چین اقتصاد باور هم زیاتوي. څو نړیوالو ارګانونو په وروستیو ورځو کې د چین د سږني پرمختګ وړاندوینه لوړه وښوده.

د والسټریټ ورځپاڼې د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، د چین اقتصاد د نوي کال په سر کې لویه احیا موندلې او په دې سره د نړیوال اقتصاد د سږني پرمختګ د هڅولو شونتیا زیاته شوې ده.  

په یاد کاري راپور کې د اقتصادي پرمختګ د وړاندوینې سربېره نورې موخې هم ټاکل شوې دي، مثلاً په ښارونو او علاقه داريو کې دې ۱۲ میلیونه کسان نوي روزګار شي، د بې کاري اندازه دې شاوخوا ۵ اعشاریه ۵ سلنه وساتل شي، د توکو بیو د لوړوالي سویه دې شاوخوا ۳ سلنه وساتل شي، د وارداتو او صادراتو ارزښت دې ثابت او باکیفیته پرمختګ ومومي، د تولید په بهیر کې دې د انرژۍ لګښت او د عمده ککړتیاوو د ايستلو اندازه دې پر له پسې راټيټه شي. د دغو موخو له ټاکل کېدو څخه څرګندېږي چې د چین حکومت د پرمختګ کیفیت ته جدي پاملرنه کوي.

سږ کال د چین د اقتصادي پرمختګ عمده کارونه داسې دي:  کورنۍ اړتیاوې دې پراخې شي، د عصري کېدو چارو سیستم جوړونه دې چټکه شي، لا زیاتې بهرنۍ پانګونې دې راجلب شي او د لویو پولي بحرانونو مخنیوی او حل دې وشي. د دغو کارونو په بشپړېدو سره به نه یوازې د چین شکله عصري کېدو بهیر پرمخ بوزي، بلکې نړۍ ته به نور زیات ګټور فرصتونه برابر شي.

یاد راپور د چین د پرانیستې او ورخلاصون د لا پراخېدو خبر هم یاد شوی. په تېرو ۵ کلونو کې د چین د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت هر کال په منځنۍ توګه ۸ اعشاریه ۶ سلنه زیات شوی، دغه شمېر په مسلسلو ډېرو کلونو کې د نړۍ لومړی مقام نیولی. په چین کې راجلب شوې بهرنۍ پانګونې او په نورو هېوادونو کې د چین پانګونې په جلا توګه د نړۍ مخکښ مقامونه نیولي، د ګمرکي تعرفې عمومي سویه له ۹ اعشاریه ۸ سلنې څخه ۷ اعشاریه ۴ سلنې ته راټيټه شوې. د سږ کال په جنورۍ کې په چین کې کارول شوې بهرنۍ پانګونې ۱۲۷ میلیارډه، ۶۹۰ میلیونه یوانو ته رسېدلې او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت څوارلسم اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په یاد راپور کې د سوداګریزې زمینې د لا ښه والي لپاره یو لړ تدبیرونه وړاندې شول او د بهرنیو پانګوالو لپاره به لا پراخه او خوندي فضا برابره شي.