د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پېل شوه، چې د همدې مياشتې تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام ولري.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د حکومت د کاري راپور په اړه د جيانګ سو ولايت د پلاوي په مباحثوي ناسته کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې يو ځل بيا د لوړ کيفيت پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی او ټينګار یې پرې کړی دی.
شي جين پينګ ولې د جيانګ سو ولایت د پلاوي په بحث کې ګډون وکړ؟
د چین ملي ولسي کانګرېس د چين د ډيموکراتيک نظام يوه مهمه برخه ده او شي جين پينګ د همدې کانګرېس د يو استازي په توګه د جيانګ سو ولايت پلاوي کې کړی دی او د اجنډا له مخې هغه او د کانګرېس نورو استازو په همدې ورځ د حکومت کاري راپور وڅيړه او تر سنجش لاندې یې ونیوه.
ښايي، ډېرو ته دا پوښتنه پيدا شي، چې شي جين پينګ ولې د لوړ کيفيت پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري؟
د لوړ کيفيت پرمختګ د شي جين پينګ د اقتصادي فکر يوه مهمه منځپانګه ده او موخه يې د چين اقتصاد په خوځښت راوستل او د لوړ کيفيت وده ورکول دي.
چين څنګه کولای شي د لوړ کيفيت پرمختګ تر لاسه کړي؟
شي جين پينګ په دې اند دی، چې چين بايد د نوښت پرمټ د پرمختيايي تګلارې د پلي کولو بهير چټک او د عصري صنعتي سيسټم د جوړولو چارې بايد ګړندۍ کړي او په لوړه کچه باید ور خلاصون ته وده ورکړي.
د کرنې عصري کېدل هم د چین د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره اړين دي.
د چين د لوړ کيفيت د پرمختګ وروستۍ موخه څه ده؟
شي جين پينګ د لوړ کيفيت پرمختګ وروستۍ موخه د خلکو په خوښۍ او هوساينې پسې تړلې بللې ده.