د ملګرو ملتونو کابو ۲۰۰ غړيو هېوادونو د مارچ د ۴مې نېټې په شپه د امریکا په نيويارک کې د نړیوالو سمندرونو د بيولوژيکي متنوعيت تړون لاسليک کړی دی.
د نړیوالو سمندرونو د بيولوژيکي متنوعيت تړون موخه چاپېريال ساتنه او بیارغونه ده او تر ۲۰۳۰م کال پورې به د نړۍ ۳۰ سلنه سمندرونه خوندي وي.
د ياد تړون غونډه د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پېل او لس ورځې يې دوام وکړ.
د نړۍ څو هېوادونو په دغې غونډې کې د نړیوالو سمندرونو د بيولوژيکي متنوعيت د خونديتوب لپاره د پانګو ورکولو ژمنه کړې، چې عمومي اندازه يې ۱۸ میليارډو ډالرو ته رسېدلې ده.