امريکايي رسنيو خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کالونو کې، د هغو ټوپکونو شمېر، چې د دغه هېواد د پلټنې فدرالي بيورو (FBI) د پس منظر د بدې پلټنيزې پايلې له امله له خاوندانو بېرته اخيستي، نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
راپورونه وايي، اېف بي ايي (FBI) په ۲۰۲۰م کال کې د ټوپکونو د بېرته اخېستلو ۶۳۶۱ امرونه کړي او لامل يې دا ښودل شوی، چې د ټوپک خاوندانو د شالید پلټنيزه پايله له اړوند معيار سره سمون نه لري او زياترو يې جرمي سابقې لري او يا هم پر رواني ناروغۍ اخته دي.
يوازې په ۲۰۲۱م کال کې، د ېف بي ايي (FBI) لخوا وړاندې شوي د همدا ډول امرونو شمېر ۵۲۰۳ ښودل شوی دی.
د يو اېس ټوډۍ (USA TODAY) اړوند مالومات ښيي، چې په ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کالونو کې په امريکا کې د ټوپک د بېرته اخيستلو امرونو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی. (ژباړه: شکريه)