چین ګانګ: چیني شکله عصري کېدل د ټولو خلکو د ګډې شتمنۍ بهیر دی
CMG2023/03/07 14:44:33
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د مارچ په ۷مې نېټې د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ کلنۍ غونډې په خبري ناستې کې د کورنیو او بهرنیو خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې چیني شکله عصري کېدل د ټولو خلکو د ګډې شتمنۍ بهیر بللی او ويلي يې دي، چې پر دې لارې به خلک نه یوازې کافي توکو ته لاسرسی پيدا کړي، بلکې معنوي شتمنۍ به هم ولري او په وينا يې، د لږ شمېر هېوادونو یا شخصیتونو لپاره خدمت د عصري کېدو مانا نه ورکوي.

نوموړي ويلي، چې د شتمنو او بېوزلو خلکو ترمنځ د توپیرونو سختوالی او معنوي تشوالی او د ټولنیز  نظام ګډوډي د عصري کېدو له اصولو سره سم نه دي او زياته کړې يې ده، چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک د مساوي پرمختګ او نیکمرغه ژوند حقونه لري.

 (هیله)