ملګرو ملتونو له ترکيې سره له تور سمندر د غلو دانو د ليږد تړون د تمديد په اړه خبرې کړي
CMG2023/03/07 10:17:31
شريکول:

روسيې او اوکراين د تېر کال په جولای کې له ملګرو ملتونو او ترکيې سره تړون لاسليک کړ او موافقه يې وکړه، چې د غلو دانو د ليږد ائتلافي همغږۍ مرکز به جوړوي او د تور سمندر له لارې به د اوکراين د غلو دانو د ليږد لپاره خوندي چاپېريال برابروي او هم به د همدې بندرونو له لارې نړيوال بازار ته د روسيې خوراکي توکي لاره مومي. د دغه تړون باور موده به په روان مارچ کې پای ته ورسېږي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د روان مارچ په ۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ترکيې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوتريش سره خبرې کړي او هيله يې ښودلې، چې ياد تړون به وساتل شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د روانې مياشتې په ۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، که ياد تړون کې مساوات وساتل شي، نو روسیه به یې پلي کولو ته دوام ورکړي.

نوموړې زياته کړې، روسيې له دې سره مخالفت کړی، چې د امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو په خلکو کې د روسیې د خوراکي توکو ضد احساسات راپورته کړي دي.