ترکيې د بې کيفیته ودانیو په جوړولو کې د لاس لرلو په تور لږ تر لږه ۲۴۷ کسان نیولي
CMG2023/03/07 10:52:45
شريکول:

د ترکيې انادولو خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد عدلي ارګان زلزله ځپلو او ړنګو ودانيو کې پلټنې تر سره کړي او د بې کيفیته او ناقصو ودانیو په جوړولو کې يې د لاس لرلو په تور لږ تر لږه ۲۴۷  شکمن کسان نيولي دي.

د تېرې فبرورۍ په شپږمې نېټې، د ترکيې جنوبي سیمې د ريکتر په کچې ۷.۷ درجې په سختوالي زلزلې ولړزولې، چې له امله یې لسګونو زرو کسانو ته مرګژوبله واوښته او زرګونه ودانۍ يې ړنګې کړې.

د مالوماتو له مخې، د دغې زلزلې له امله له ۲۰۰ زرو څخه زیاتې ودانۍ نړېدلي او یا هم سختې زیانمنې شوي دي، تر ۴۵ زره زیات کسان پکې وژل شوي او میلیونونه نور بې کوره شوي دي. (ژباړه: شکريه)