پنځه سلنه اقتصادي پرمختيایي موخه له پرمختيايي تمايل سره سمون لري
CMG2023/03/07 11:18:09
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په شپږمې نېټې يو لړ خبري ناستې تر سره کړې دي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې مرستيال جاو چن شي يوې خبري ناستې ته د دغه هېواد د سږنۍ اقتصادي پرمختيایي موخې د يادولو په ترڅ کې ويلي، چې چين لاهم پرمختيایي هېواد دی او پرمختګ يې لومړۍ موخه او دنده ده.

نوموړي ويلي، که چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې ټاکلې موخې پوره کړي، نو د پرمختیايي کيفيت او ګټو د لوړوالي پر بنسټ به معقول اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ ومومي، د استخدام د زياتوالي، د خلکو د ژوند د ښه والي او ننګونو د مخنیوي هڅې به یې رنګ راوړي او اقتصادي پرمختیايي انډول به وساتي.

جاو چن شي د چين پنځه سلنه اقتصادي پرمختيایي موخه له اقتصادي تمايل او اصولو سره برابره او د اقتصادي پرمختيايي کيفيت او ګټو د لوړوالي، د نوي پرمختيايي جوړښت د جوړېدو او د باکيفيته پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يې هم ګټوره بللې ده.