شي جين پينګ د ښځو د نړيوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې د بېلا بېلو قومونو او ټولنو ښځو ته مبارکي وويله
CMG2023/03/07 10:59:08
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مارچ د شپږمې نيټې په مازديګر د چين د ډيموکراتيکې ابادۍ د ملي ټولنې او د صنايعو او سوداګرۍ د ګډې ټولنې د هغو غړو د حال واحول پوښتنه وکړه، چې د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې په کلنۍ غونډې کې يې ګډون کړی دی. نوموړي په ورته وخت کې د دوی په بحثونو کې ګډون کړی او وړانديزونه يې اورېدلي دي.

د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده. رئيس شي جين پينګ د دې ورځې د رارسېدو په پار د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې په استازيتوب د دوو لويو مجلسونو په کلنيو غونډو کې ګډون کوونکو ښځېنه استازو، غړو او کارکوونکو، د بېلا بېلو قومونو او ټولنو ښځو، په هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو کې ښځينه وطنوالو ته د دې ورځې مبارکي ويلې او نيکې هيلې يې ورته وړاندې کړې دي.