د هوا پېژندنې نړيوالې ادارې په نړۍ کې د شنو خونو د ګازو د څار پلان منظور کړ
CMG2023/03/07 10:56:39
شريکول:

د هوا پېژندنې نړيوالې ادارې اجرائيوي شورا د مارچ په شپږمې نېټې په نړۍ کې د شنو خونو د ګازو د څار بنسټيزو تأسیساتو په اړه نوی پلان منظور کړی او په پام کې لري، چې په دې برخه کې د مهمو معلوماتو تشې ډکې کړي.

د هوا پېژندنې نړيوالې ادارې ويلي، چې د ياد پلان له لارې به د شنو خونو د ګازو د ايستنې اندازې د کمښت لپاره تدبيرونه ونيسي.

يادې ادارې ويلي، چې د شنو خونو ګازو په اړه ډېر نړيوال او سيمه ييز فعاليتونه په عمده توګه د څېړنيزې ټولنې په ملاتړ تر سره کيږي.