په کوریا جمهوریت کې مجبورو شویو کارکوونکو ته د جبران ورکولو لایحه له مخالفتونو سره مخ شوې
CMG2023/03/07 14:47:04
شريکول:

کوریا جمهوریت د مارچ په ۶مې نېټې په دوهمې نړيوالې جګړې کې د جاپان لخوا مجبورو شویو کارکوونکو ته د جبران ورکولو لایحه خپره کړې، چې له مخې به يې د دغه هېواد د عامه ادارې او خوندیتوب وزارت مالي ګروپ د اړوندو جاپاني تصدیو پر ځای يادو کارکوونکو ته جبران ورکړي. 

دغه لایحه د کوریا جمهوریت د تر ټولو لوی غیر واکمن ګوند او د څو ټولنو له نیوکو او مخالفتونو سره مخ شوې ده. 

د کوریا جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پارک جن په همدې ورځ په یوې خبري ناستې کې د یادې لایحې په اړه تفصيلات ورکړي او ويلي يې دي، چې د دغه هېواد د عامه ادارې خوندیتوب وزارت په اړه د جاپان لخوا له مجبورو شویو کارکوونکو سره مرستندویه مالي ګروپ به اړوندو زیانمنو کارکوونکو ته جبران ورکړي.

د کوریا جمهوریت سترې محکمې په ۲۰۱۸م کال کې د مجبورو کارکوونکو د درېیو قضیو په اړه پرېکړه کړې وه، چې اړوندې جاپاني تصدۍ باید دوی ته جبران ورکړي، خو اوس پتېل شوې، چې د کوریا جمهوریت مالي ګروپ به يادو مجبورو کارکوونکو ته جبران او ګټې ورکوي. 

پارک جن زیاته کړې، چې د مالي ګروپ پیسې به د ملکي وګړیو د مرستې په شمول د ځینو لارو چارو له لارې راغونډې شي او په راتلونکی کې به د پراخو سرچېنو لپاره به تدبیرونه ونیول شي.

 (هیله)