بلوچستان کې د ځانمرګي بريد له امله ۱۹ پوځيانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/03/07 09:53:22
شريکول:

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د مارچ په ۶مې نېټې ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ پوځيان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا، بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل د پاکستاني پوځيانو له يوه موټر سره چې ۲۲ سرتېري پکې سپاره وو، ټکر کړی دی او ګڼو پوځيانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې.