د چین ډيپلوماتيکه پاليسي او بهرنۍ اړيکې
CMG2023/03/07 15:34:18
شريکول:

د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې د مارچ په ۷مې نېټې خبري ناسته تر سره کړې ده.

د چین بهرنیو چارو وزير چين ګانګ په يادې ناستې کې د دغه هېواد د ډيپلوماتيکې پاليسۍ او بهرنيو اړيکو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

 نوموړي ويلي، چې چين به د سرمشريزې ډيپلوماسۍ تر لارښوونې لاندې بهرنې چارې تر سره کړي او په تېره بيا د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو سرمشريزه او د يو کمربند او يوې لارې د نړیوالو همکاريو درېيم سرمشريز فورم به په ښه ډول تر سره کړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد یې د مرکزي ګټو د ساتلو په پار له هر ډول بادارۍ او زورواکي سياست سره مخالفت کوي او د هېواد ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ به وساتي.

چين ګانګ ويلي، چين به د همکاريزو اړيکو پر اساس له بېلابېلو هېوادونو سره همغږي او دوستانه همکارۍ وکړي او نوی ډول نړیوالې اړيکې به جوړې کړي. چين به د ورخلاصون او پرمختګ په موخه په کور دننه د باکيفيته پرمختګ او د لوړې سويې ورخلاصون لپاره خدمتونه وکړي او پرمختګ به يې نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، چين به د څواړخيزتوب له لارې د بشر ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي،‌ نړیوالې اړيکې به د ډيموکراتيک کېدو په لور روانې او د خلکو لپاره به ډيپلوماتيکې چارې تر سره کړي او بهرمېشتو چينايانو او سازمانونو لپاره به خدمتونه وکړي او د دوی چارې به خوندي وساتي.