چين ګانګ: هيڅ بهرنی هېواد د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري
CMG2023/03/07 15:06:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مارچ د ۷مې نېټې په سهار د دغه هېواد د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ غونډې په خبري ناسته کې د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

نوموړي د تايوان مسئلې په اړه د خبريال يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د چين په اساسي قانون کې (( تايوان د چين د خاورې برخه ده او د هېواد يووالی او بشپړوالی د تايوانيانو په شمول د ټولو چينايانو دنده ده)) ليکل شوي دي.

چين ګانګ ويلي، چې د تايوان مسئلې حل د چينايانو کورنۍ چاره ده او هيڅ بهرنی هېواد پکې د لاسوهنې حق نه لري.