د پرمختيايي هېوادونو لپاره د چيني ډوله عصري کېدو ګټورې تجربې
CMG2023/03/07 15:43:49
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مارچ په ۷مې نېټې د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ غونډې په خبري ناستې کې ويلي، چې هېواد يې يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس لري او د عصري کېدو بشپړوالی به يې د بشر په تاريخ کې بې سارې لاسته راوړنه وي.

نوموړي ويلي، د چيني ډوله عصري کېدو بهير د انسانانو د ټولنيز پرمختګ ډېرې ستونزې حل کړې او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي.

چين ګانګ دغه پنځه تجربې داسې څرګندې کړې دي.

۱ـ خپلواکي او پر ځان بسيانه

 چيني ډوله عصري کېدل د چين له کلتور څخه سرچېنه اخيستې او د دغه هېواد له حالاتو سره يې سمون لري. د چين لاسته راوړنې دا ښيي، چې بېلا بېل هېوادونه د خپلو پرمختيايي لارو د ټاکلو پوره حق او توان لري.

۲ـ خلکو ته لومړيتوب ورکول

چيني ډوله عصري کېدل د ټولو خلکو د ګډې شتمنۍ بهير دی، چې نه يوازې خلکو ته ماديات او ګټې رسوي، بلکې روحي شتمني هم ورکوي.  

۳ـ  سوله ييز پرمختګ

دا چيني ډوله عصري کېدل نه دي، چې لاسته راوړنې د جنګ، استعمار او تالا ترغه له لارې رامنځته شي، بلکې چين پر سولې، پرمختګ، همکاريو او ګډو ګټو ټينګار لري، د بشر او طبيعت پر همغږۍ او ګډ ژوند ټينګار کوي، چې دا له لوېيځ شکله عصري کېدو څخه بېله او نوې لاره ده.

۴ـ ورخلاصون او ټولشموليت

هر هېواد دې د عصري کېدو په بهير کې د نورو درناوی وکړي، چې د خپل وضعيت له مخې د عصري کېدو لاره انتخاب کړي او يو له بل سره دې تګ راتګ او متقابلې زده کړې پياوړې کړي.

۵ـ  يووالی او ګډې هڅې

 د چين د پرمختګ تجربې ښيي، چې ځواک له يووالي او هڅو څخه منځ ته راځي او هر هېواد باید پر ټاکلې موخې او پلان ټينګار ولري. په هغه هېواد کې، چې د ګوندونو ترمنځ يې جنجالونه او کشمکشونه او شخړې روانې وي، امرونه او حکمونه نه شي پلي کېدای او موخې ته رسيدل یې ګران وي.

 

چين ګانګ زياته کړې، چې د چيني ډوله عصري کېدو بهير د نړيوالې سولې، عدالت او پرمختګ قوت پياوړی کړی دی او باور یې ښودلی، چې د لا زياتو هېوادونو د عصري کېدو بهير له پيل سره به د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو موخه پوره شي.