د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ کلنۍ غونډې ګډونوالو د مارچ د ۷مې نېټې په سهار يوه خبري ناسته ترسره کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ په يادې ناستې کې د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې او له بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
نوموړي د چين په اړه د امريکا پېژندنه او پوهاوی ناسم بللي او ويلي يې دي، چې امريکا چين ته د تر ټولو عمده سيال په سترګه ګوري او تر ټولو سخت جيو پوليټيکل ننګوونکی يې بولي او په خبره يې، د امريکا د يادې نظريې او دريځ له امله د چين په اړه د واشنګټن تګلارې له منطقي او سالم لوري څخه وتلي دي.