بېجينګ: محدوديتونه او بنديزونه د چين د پرمختګ مخه نشي نيولی
CMG2023/03/07 11:03:28
شريکول:

د امريکا صنعتګر او پانګوال بېل ګېټس په وروستيو کې له رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي، چې امريکا غواړي د چيني تصديو له خوا د چيپ د څېړنې مخنيوی وکړي، خو نوموړي د واشنګټن دغه کړنه بې ځايه بللې او په وينا یې، داسې کړنې به يوازې په امريکې کې کاري زمينه کمزورې کړي او د امريکايې محصولاتو پلور به ټکنی او بند کړي.

د امريکا اقتصادپوه ډاويډ ګولدمن هم ويلي، چې واشنګټن غواړي له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي، خو دا يې له امکانه لرې بللې ده او په وينا يې، بنديزونه د چين د سيمي کنډکټر د صنعت د پرمختګ مخه نشي نيولی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په شپږمې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې ويلي، چې چين د پرمختګ په برخه کې پر ځان اتکا لري او څوک يې د بنديزونو او محدوديتونو له لارې د پرمختګ مخه نشي نيولی، بلکې د غښتليتوب او علمي نوښت په برخه کې به يې اراده نوره هم ټينګه او پياوړې کړي.