د امريکا اقتصاد ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې له ستونزو سره مخ وي
CMG2023/03/08 10:51:42
شريکول:

د امريکا د ماليې پخواني وزير او د هارورډ پوهنتون پروفيسور لارنس ساموس د مارچ په شپږمې نېټې ويلي، چې که څه هم د امريکا اقتصاد د چټک پرمختګ شونتيا لري، خو د ناڅاپي پرځېدو امکانات يې هم موجود دي چې په راتلونکو څو مياشتو کې يې ښايي له سختو ستونزو سره مخ شي.

نوموړي له سي اېن اېن(CNN) سره په مرکې کې اټکل کړی، چې امريکا ښايي فدرالي سود 5.5 حتی 6 سلنې ته لوړ کړي. تجربې ښيي چې دغه ډول کړنه ممکن ژر د اقتصاد د پرځېدو لامل وګرځي.

د امريکا د زېرمې فدرالي کميسيون د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې اته ځلې سود لوړ کړی دی.