ايران په لومړي ځل د ليتيم لوی کانونه کشف کړي
CMG2023/03/08 10:52:40
شريکول:

د ايران د صنايعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هېواد کې يې په لومړي ځل د ليتيم لوی کانونه کشف کړي او د زېرمې اندازه يې شاوخوا اته نيم ميليونه ټنه ښودلې ده.  ياد وزارت ويلي، پلان لري، چې له ۲۰۲۵ کال مخکې دغه کانونه استخراج کړي.

تسنيم خبري اژانس د مارچ په شپږمې نېټې د ايران په همدان ولایت کې د ياد وزارت دفتر د چارواکي محمد احمدي په قول خبر ورکړی، چې د ایران په لويديځ کې يې د ليتيم دوه کانونه کشف کړي دي.

نوموړي ويلي، دغه کانونه د همدان ولایت مرکز همدان ښار ته په پنځوس کيلو مترې کې دي او پراخوالی يې شاوخوا يوولس کيلومتره مربع ښودلی دی.

احمدي ویلي، چې ادارې يې تر څلور کلنو هڅو وروسته دغه کانونه کشف کړي او د دغو کانونو د استخراج په برخه کې به له شخصي شرکتونو سره همکارۍ وکړي.

 

(غاټول)