د چين بهرنۍ سوداګرۍ د روان کال په پيل کې ثابته وده کړې
CMG2023/03/08 14:29:23
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د مارچ په ۷مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۶۱۸۰ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۸ سلنه ټيټوالی ښيي، په دې جملې کې يې د وارداتو ارزښت ۳۵۰۰ ميليارډه يوانه ښودلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۹سلنه زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی او د وارداتو ارزښت يې ۲۶۸۰ ميليارډه يوانه ښودلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲اعشاريه ۹سلنه ټيټوالی ښيي او د تجارت مثبت بېلانس يې ۸۱۰ ميليارډه او ۳۲۰ ميليونه يوانه ښودلی، چې دا بیا د تېر کال د ورته مودې په پرتله  ۱۶ اعشاريه ۲سلنه لوړوالی ښيي.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د شمېر او څېړنې رياست مشر لو دا ليانګ خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين بهرنۍ سوداګرۍ د روان کال له پيل راهيسې د بهرنيو اړتياوو د کموالي سره مقابله کړې او په عمده توګه يې ثابت پيل رامنځته کړی، صادرات لوړ شوي او له ملي اقتصاد څخه يې د ملاتړ رول لوبولی دی.