قطر خبري اژانس د مارچ په ۷مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د قطر امیرتميم بن حمد ال ثاني د دې هېواد د صدراعظم او کورنيو چارو وزير خالد بن الثاني استعفا منلې او د همدې ورځې په سهار يې د قطر د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکلی دی.
شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په همدې ورځ د قطر د لومړي وزیر په حیث لوړه کړې ده.
د قطر نوې کابینه د صدراعظم په ګډون ۱۹ غړي لري او د پخواني صدراعظم خالد بن الثاني، چې د کورنیو چارو وزیر هم و، له استعفا وروسته، د وزارت دنده د تميم کشر ورور ته سپارل شوې ده.
د قطر حکومت او رسنیو تر اوسه د خالد د استعفا لامل نه دی ښودلی.