د چین د ملي ولسي کانګرس په خبري ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ وینا
CMG2023/03/08 15:31:49
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو نوي وزیر چین ګانګ د مارچ په ۷مه نېټې د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ او د چین د ډيپلوماتیکو تګلارو او بهرنیو اړیکو په اړه يې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

سږ کال د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس روحیې د عملي کولو لومړی کال دی. وزیر چین ګانګ د سږنيو ډيپلوماتیکو چارو په اړه وویل، چین به د مشرانو تر لارښوونې د چین او د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو سرمشریزه او د ((یوه کمربند او یوې لار)) د نړیوالې همکارۍ درېيم پړاو سرمشریز فورم ترسره کړي او په دې ترڅ کې به د چین د ډيپلوماتیکو چارو ځانګړې بڼې به ښکاره کړي.

چین ګانګ په خپلو خبرو کې د لویو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، چې چین او روسیې د نړیوالو اړیکو نوی پړاو جوړ کړی دی. د چین او روسیې اړیکې د کوم لوري پر وړاندې،  متحدې او يا مقابلې نه دي او بل هېواد ته ګواښ نه جوړوي او هم د درېيم لوري نفاق او منفي اغېزې نه شي زغملی. د چین او روسیې د همکارۍ په رڼا کې د نړۍ څواړخیز کېدو بهیر او د نړیوالو اړیکو ډیموکراسۍ حیاتي ځواک ته لاسرسی لري او د نړیوالې ستراتيژۍ مساوات او ثبات ضمانت به ولري.

د چین د دولت رییس شي جين پينګ مخکې په اشارې سره ویلي، چې چین او امریکا  که خپلمنځي اړیکو کې ښه چلند کولای شي که نه، د نړۍ له راتلونکي او برخلیک سره نږدې اړیکې لري، نو اړیکې يې باید خامخا ښه چلند غوره کړي.

وزیر چین ګانګ څه موده مخکې د بې‌پيلوټ بالون پېښې په هکله وویل، چې دا یوه له اټکله وتلې پېښه وه، خو ترې ښکاري چې امریکې د چین په اړه سترې ناسمې پېژندنې لري او تر ټولو لوی سیال او جغرافیايي سیاسي ننګونه یې بولي.

چین ګانګ وویل، د امریکې تش په نوم سیالي، اصلي موخه يې پر چین هراړخیز ځپل دي. هغه وايي له چین سره د اړیکو لپاره ساتونکی جوړوي، هېڅ مقابله نه کوي، په حقیقت کې غواړي چې چین له ځپلو سره سره هېڅ ځوابي تدبیرونه غوره نه کړي. خو دا امکان نه لري. امریکا د خپل هېواد د بیا ستر کېدو هیله لري، نو باید د نورو هېوادونو وده او پرمختګ وزغمي. د چین د پرمختګ مخنیوی د امریکې لپاره ګټور نه دی او د چین د ودې ګامونه نه شي ځنډولی.

د تایوان مسئله د چین په مرکزي ګټو کې ډېره حساسه مسئله ده او د چین او امریکې د اړیکو سیاسي بنسټ ګڼل کېږي او نه تېرېدونکې سړه کرښه ده. د امریکې ځينو سیاستوالو او فکري مرکزونو په دې وروستیو ورځو کې په تایوان تنګي کې د چین او امریکې شخړې په اړه ګونګوسې راپورته کړې دي. وزیر چین ګانګ په دې هکله وویل،

موږ غواړو له واشنګټن وپوښتو چې ولې امریکا د اوکراین مسئلې په اړه پر حاکمیت او د ځمکني بشپړتیا ټينګار کړی، خو د چین حاکمیت او د ځمکني بشپړتیا ته هېڅ درناوی نه کوي؟ ولې له چین څخه غواړي چې روسیې ته وسلې برابرې نه کړي، خو له اوږدې مودې راهیسې يې پر تایوان وسلې پلورلې دي؟ ولې هغې د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو تر څنګ په پټه د تایوان ویجاړولو پلان پرمخ بېولی دئ؟

چین ګانګ پر دې ټينګار وکړ چې که واشنګټن د تایوان د مسئلې په اړه ښه چلند نه کوي، نو د چین او امریکې ترمنځ اړیکې به ډېرې ترینګلې شي. امریکا باید د یو چین پېژندنې اصل جدي رعایت کړي.

وزیر چین ګانګ د اوکراین ناورین په اړه وویل، ځينو لوېديځو رسنیو په دې وروستیو کې د اوکراین ناورین په اړه پر چین ډېر بې ځایه تورونه لګولي. چین تل په عیني او عادلانه توګه پر خپل دریځ او ادعا ټينګار کړی. چین د ناورین جوړوونکی یا پکې ښکېل لوری نه دی او هېڅ لوري ته یې هېڅ وسلې نه دي برابرې کړې. نو چین بې ځایه تورونه هېڅ نه مني.

وزیر چین ګانګ په پای کې زیاته کړه، د چین ډيپلوماتیکې چارې له مهربانۍ ډکې دي، خو که نور غواړي چین وځپي، نو د چین ډيپلوماتان به هرومرو د خپل هېواد ساتلو لپاره اغېزناک  کافي تدبیرونه غوره کړي.