د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته تر سره شوه
CMG2023/03/08 14:31:14
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته د مارچ په ۷مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.

د غونډې ګډونوالو د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې، سترې محکمې او لویې څارنوالۍ کاري راپورونه واوريدل او تر سنجش او څېړنې لاندې يې ونيول او په ورته وخت کې یې د چين د دولتي شورا د اصلاحاتو لايحه هم واوريده.

په دغې غونډې کې د شي جين پینګ، لي چیانګ، جاو له جي، وانګ هو نينګ، هان جنګ، چای چي، دينګ شوی شيانګ او لي شي په شمول د چین مشرانو ګدون کړی و.