د چين د ملي ولسي کانګرېس استازې ژان هوي کېسه
CMG2023/03/08 15:55:17
شريکول:

د چين دوه ملي مجلسونه هر کال غونډې ترسره کوي، چې يو شمېر ښځېنه استازې او غړې هم پکې ګډون کوي.

دغه ښځېنه استازې او غړې د چين د بېلابېلو برخو او صنايعو استازيتوب کوي او د خلکو مسئلو ته پاملرنه لري.

د چين د جنوب لوېديځ چونګ چينګ ښار د يو يانګ د تو جيا قوم او میاو قوم کورواکې ولسوالۍ  تيان شان باو کلی چارچاپېر غرونو پوښلی او هرې خوا پکې اوبه روانې دي، خو دغه کلي پخوا ټرانسپورټي اسانتياوې نه درلودې او اقتصادي پرمختګ يې ډېر ورو و. د دغه کلي اکثره ځوانانو له اوږمهال راهيسې د هېواد په نورو ځايونو کې کارونه ترسره کول.

 ژان هوي ۹ کاله مخکې د دې کلي د اداري کمېټې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

هغې په لومړي ګام کې دغه کلي ته د لارې د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړې او ورپسې يې په سیمې کې ايکولوژيکي کرنيز باغ جوړ کړ.

د تيان شان باو کلي اوسېدونکي اوس له بېوزلۍ څخه وتلي او ډېری ځوانان يې بېرته کورونو ته ستانه شوي او هملته خپلې دندې او چارې ترسره کوي.

ژان هوي په ۲۰۱۸م کال کې د چین د ملي ولسي کانګرېس د استازې په توګه ټاکل شوې ده.

هغې د چين ملي ولسي کانګرېس ته نويو کورونو ته د ځايي بېوزلو کورنيو د انتقال او د صنايعو د پرمختګ په اړه وړانديزونه کړي او د هېواد د اړوندو ادارو لوړه پاملرنه يې راجلب کړې ده.

ژان هوي سږکال يو ځل بيا د چين ملي کانکرېس د استازي په توګه ټاکل شوې ده.

نوموړې پر دې اند ده، چې په کليوالو سیمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړو چارې بايد پراخې او سمسورې شي او هغه به د همدې په پار هڅې وکړي.