د کوپ (COP) منختب رئيس: نړيواله ټولنه دې له اقليمي بدلون سره ګډه مقابله وکړي
CMG2023/03/08 14:30:21
شريکول:

"د کامبريج انرژۍ اونۍ " په نوم د انرژۍ نړيواله غونډه د مارچ په ۶مې نېټې د امريکا په هيوسټون کې ترسره شوه.

دغې غونډې ته «د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون» د لاسليکوونکو خواوو ۲۸مې غونډې (COP۲۸) منتخب رئيس سلطان الجابير هم وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د انرژۍ د ستونزو د حل او د اقليمي بدلون پر وړاندې يووالی او اتحاد وساتي او لا زياتې چارې او فعاليتونه ترسره کړي.

ټاکل شوې، د کوپ ۲۸مه غونډه به د روان کال په پای کې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې تر سره شي او ګډونوال به یې د «پاريس تړون» ټاکلو موخو د عملي کولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو لاسته راوړنې وڅيړي او غورچاڼ او لنډيز به ترې جوړ کړي.

نوموړي په خپلې وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کنفرانس له لارې ګډې هڅې وکړي ترڅو ډېر ژر صفر ته د شنو خونو ګازو ايستنې اندازې د رسېدو هدف رښتيني شي.