چين: پرمختللي هيوادونه د ملګرو ملتونو د سولې د ابادۍ په برخه کې له خپلو مسوولیتونو تېښته نشي کولی
CMG2023/03/08 14:05:53
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي لنډمهاله شارژدافير دای بينګ د مارچ په شپږمې نېټې ويلي، چې پرمختللي هيوادونه نه شي کولی، چې د ملګرو ملتونو د سولې د ابادۍ په اړه خپل مسوولیتونه بدل کړي.

نوموړي د م.م د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د ادارې او بودېجې کمېټې د لومړۍ فرعي غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې علمي او معقوله مالي بوديجه او د مستعدو کسانو اغېزمنه اداره د م.م د عادي چارو د تضمين بنسټ جوړوي.

چين د م.م د دوهم لوی مرسته کوونکي او د سوله ساتو چارو د دوهم لوی لګښت ورکوونکي په توګه سولې ته ډېر اهميت ورکوي. چين نه يوازې د جګړې درولو او جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې د ابادۍ لپاره تر وسې پورې مرستې کړي، بلکې په دې برخه کې يې يو ارزښتناک پلان هم وړاندې کړی دی، چې د م.م له اړوندو مقراراتو سره سمون لري.

نوموړي باور ښودلی، چې ټول هېوادونه به د ملګرو ملتونو د مديريت اصولو او دودونو ته پوره درناوی ولري او د راغونډ شویو پيسو د څار لپاره به د غړو هېوادونو حق ته هم درناوی وکړي.

د سولې د ابادۍ په اړه د پرمختللو هېوادونو تاریخي مسوولیتونه نه شي بدلیدلی او دغه هېوادونه پدې هڅې کې دي، چې د پيسو د راغونډولو لارې بدلې کړي او له خپلو دندو څخه تېښته او ډډه وکړي، چې دا کړنه يې هیچا ته د منلو نه ده. (ژباړه: شکريه)