د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د مارچ په ۷مې نېټې د سويډن په پلازمينې استکهلم کې خبري رسنيو ته ويلي، چې سويډن به حتماً په ناټو کې شامل شي، خو وخت ته اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، اوس په ناټو کې د سويډن د شاملېدو پروسه روانه ده.
سټولټنبرګ په سويډن کې د اروپايي ټولنې د دفاعي چارو وزيرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون کړی و او وروسته د سويډن لومړي وزير الف کريسټرسن سره په يوې خبري غونډې کې راڅرګند شوی دی.
سټولټنبرګ ويلي، چې په ناټو کې د ګډون لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنلیکونو د تصویب بهیر باید ژر بشپړ شي.
سټولټنبرګ او کريسټرسن هوکړه کړې، چې د روانې میاشتې په ۹مې نېټې به په ناټو کې د سويډن او فنلنډ د شامليدو په اړه د ترکیې او د دغو دوو هيوادونو ترمنځ خبرې بیا پیل شي.