د فلسطين روغتيا وزارت د مارچ په ۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د اردن سيند د لوېديځې غاړې په جنين ښار کې ۶ فلسطينيان وژلي او ۱۰ نور يې ټپيان کړي دي.
په اعلاميې کې د يوه ټپي حالت نازک ښودل شوی دی.
د مالوماتو له مخې، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د جنين ښار د کډوالو په يو کېمپ کې د بريدګرو ضد عمليات تر سره کړي او پر مهال يې له ځايي فلسطينيانو سره لاس او ګرېوان شوي او وروسته له سیمې د چاودنو غږونه پورته شوي دي.
اسرائيل خبري اژانس ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه په همدې ورځ د يو بريدګر د نيولو په موخه د جنين د کډوالو يو کېمپ ته ننوتلي او هملته يې وژلی دی.
راپورونه وايي، چې په دغې شخړې کې دوه اسرائيلي سرتېري هم ټپيان شوي دي.