د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړې جانګ جيون پينګ
CMG2023/03/08 10:38:22
شريکول:

 د چين د دوو مجلسونو په کلنيو غونډو کې د بېلا بېلو ټولنو او سيمو ښځينه استازې او غړې فعال ګډون کوي.

جانګ جيون پينګ د شانګهای ښار د مين هانګ سيمې په کانګ چنګ استوګنيځې سیمې کې کار کوي.

کانګ چنګ استوګنيځه سیمه څه نا څه يو کيلو متر مربع مساحت لري او شاوخوا ۳۶ زره خلک پکې استوګنه او د يوه کوچني ښارګوټي په شان ۲۸۶ ودانۍ لري.


جانګ جیون پينګ په لومړي ځل ٢٠١٢م کال کې کانګ چنګ استوګنيځې سیمې ته تللې وه او هغه مهال په دغې استوګنيځې سیمې کې ډول ډول ستونزې موجودې وې.

جانګ جیون پينګ او د هغې همکارانو د دې سیمې د ستونزو په حل کې ډېرې هلې ځلې او کوښښونه کړي او د ځايي خلکو زړونه يې خپل کړي دي.

جانګ جیون پينګ سږ کال د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې د غړې په توګه ټاکل شوې او د دوو غونډو په ترڅ کې ټولنيزې ادارې ته ډېره پاملرنه کوي.