د چين سوداګرۍ وزارت: چين ته د امريکا د سوداګرۍ وزيرې پر ممکن سفر پرانيستې رويه ساتو
CMG2023/03/09 10:48:21
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ وزيرې جينا رايمونډو په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې په روان کال کې چين ته پر سفر غور کوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د امريکا او اوقيانوس چارو مسؤل د مارچ په ۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې بېجينګ اړوند راپور ته پام کړی دی، خو تر اوسه يې د امريکا کوم رسمي وړانديز نه دی تر لاسه کړی.

نوموړي  د چين او امريکا د سوداګرۍ وزارتونو تر منځ ډيالوګ او نظر تبادلې ډېرې مهمې بللي او له چين څخه د وزيرې رايمونډو پر ممکنې ليدنې يې پرانېستې رويه ښودلې ده.

هغه زياته کړې، چې چين به د ډيالوګ له لارې، د بېجينګ او واشنګټن د يو بل اندېښنو د لرې کولو او د خپلمنځي رغنده او عملي همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.