پاوېل: په امريکا کې به ډېر ژر بانکي سود لوړ شي
CMG2023/03/09 09:58:53
شريکول:

د امريکا د زېرمې فيدرالي کمېسيون مشر پاوېل د مارچ په ۷مې نېټې ويلي، چې ډېر ژر به د فيدرالي سود کچه لوړه کړي.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا د کانګرېس يوې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د هېواد وروستي اقتصادي شمېرې يې له اټکل څخه وتلې دي او فيدرالي سود يې هم ښايي د اټکل په پرتله لوړ شي.

پاوېل ويلي، که ټولې شمېرې د تندو تګلارو نښې ورکوي، نو د امريکا د زيرمې فدرالي کمېسيون به د بانکې سود د لوړولو ګامونه هم چټک کړي.