شي جين پينګ د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ او د وسلوالو پوليسو د پلاوي په عمومي غونډې کې ګډون وکړ
CMG2023/03/09 14:40:11
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،  دولت رئيس او د مرکزي نظامي کميټې رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۸مې نېټې په ماسپښين کې د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ کلنۍ غونډې د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ او د وسلوالو پوليسو د پلاوي په عمومي غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دولت ستراتيژيک سيسټم او لوړ توان د هېواد او پوځ د ټينګېدو نوی حالت او مهمه دنده بللې ده او په وينا يې، دا نه يوازې د چين د پرمختګ او امنيت د پياوړتيا لپاره، بلکې د هېواد د اقتصاد او ملي دفاع لپاره هم مهم ستراتيژيک تدبير دی.

نوموړي زياته کړې، چې د دولت ستراتيژيک سيسټم او لوړ توان د سوسياليستي هېواد د هراړخيزې ابادۍ، د چيني ملت د بيا سمسورتيا، د چين پوځ د سليزې موخې د پوره کولو او په نړۍ کې تر ټولو د ښه پوځ د جوړولو لپاره اهميت لري.