شي جين پينګ او فليپ شپږم د چين او هسپانيې د اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2023/03/09 14:39:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د هسپانيې پاچا فليپ شپږم د مارچ په ۹مې نېټې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او هسپانيې تر منځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له پاچا فليپ شپږم سره به يو ځای هڅه وکړي، چې د دواړو هيوادونو خپلمنځي متقبل سياسي باور ټينګ او متقبلې همکارۍ يې پياوړې کړي او د خلکو تر منځ اړيکې به ژورې او خپلمنځي ښه دوستي او همکارۍ به يې پرمخ بوزي.

فليپ شپږم په خپل پيغام کې باور ښودلی، چې هسپانيا او چين به د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په درشل کې دوستي، تګ راتګ او عملي همکارۍ پياوړې کړي او د اقليمي بدلون په شمول د نړيوالو ننګونو په حل کې به لاسونه سره يو کړي.