چين به له بهرنيو هېوادونو سره دوامدارې طبي مرستې وکړي
CMG2023/03/09 11:07:51
شريکول:

د زامبیا حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د چیني پوځ طبي کارپوهانو ۲۵مې ډلې ته " د نړیوالې ملګرتیا او همکارۍ نښان" ډالۍ کړی او له بېجينګ څخه یې مننه کړې، چې زامبیا ته یې د لوړ پوړو طبي کارپوهانو ډله لېږلې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په زامبيا کې د چيني پوځ طبي کارپوهانو په دقت د ناروغانو درملنه کړې او خپلې دندې يې په برياليتوب بشپړې کړې دي.

ماونينګ په زامبیا کې د چين طبي کارپوهان د سپینو جامو ښاپېرۍ بللي او په وينا يې، دوی د خلکو ژوند ژغوري او له ټپیانو سره مرستې کوي او د ملګرتیا اړيکې ټينګوي.

د ماونينګ په وينا، د چيني پوځ طبي کارپوهان ځايي ډاکټرانو ته هم روزنه ورکوي.

نوموړې زياته کړې، چين به له بهرنيو هېوادونو سره د طبي مرستو په شمول نړيوالو همکاريو ته دوام ورکړي، د بيلا بيلو هېوادونو ترمنځ د روغتيا پلونه به جوړ کړي او د نړۍ د خلکو د روغتيا او هوساینې لپاره به خدمتونه وکړي.