د چين د لوجستيک او پېر ټولنې د مارچ په ۹مې نېټې خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې يې د لوجيستيکي چارو عمومي ارزښت ۳۴۷.۶ ټريليون يوانو او عمومي عوايد يې ۱۲.۷ ټريليون يوانو ته رسېدلي وو.
يادې ټولنې ويلي، چې د چين لوجستيکي بازار پيمانې له تېرو ۷ کالونو راهيسې نړيوال مخکښ ځای خپل کړی دی.
دغه راز، په چين کې د A په کچه د لوجيستيکي چارو تصديو شمېر له ۹۰۰۰ څخه اوښتی او په دې جملې کې د ۵۰ لويو شرکتونو عمومي عوايد کابو ۲ ټريليون يوانه ته رسيدلي دي.
په چين کې يو شمېر داسې لوجستيکي تصدۍ رامنځته شوي، چې د نړيوالې سيالۍ قوي ځواک لري. (ژباړه: شکريه)