د چين استازي له نړيوالې ټولنې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خونديتوب غوښتنه وکړه
CMG2023/03/09 18:26:59
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د مارچ په ۸مه نېټه د افغانستان د چارو په اړه د امنيت شورا په علني غونډه کې وينا وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه دې په اغېزناکه توګه تامين شي.

ګانګ شوانګ په خپله وينا کې وويل، چې ښځې او نجونې په افغانستان کې کمزورې ډله او د مسلسلو جګړو او ناآرامۍ زيانمن قشر دی او د نړيوالې ټولنې پاملرنې او مرستې ته اړتيا لري.

نوموړي په ټينګار وويل، چې د نړيوالو بنديزونو له منحل کېدو پرته د افغان ښځو او نجونو د حقونو خونديتوب نه شي تاميت کېدای. يو اړخيز بنديزونو د دغه هېواد اقتصادي بنسټ ته سخت زيانونه رسولي، د بشر دوستۍ ځايي وضعيت يې گواښلی او د افغان ښځو او ماشومانو ژوند او پرمختګ ته يې جدس ستونزې اړولې، نو دغه بنديزونه بايد سمدلاسه منحل شي. په بهر کې د افغانستان کنګل شوې پيسې د افغانانو مالکيت دی او د افغانستان لپاره بايد استعمال شي.

ګنګ شوانګ دې ته په اشاره سره وويل، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو تضمين د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري. هغه خبر د اندېښنې وړ دی، چې پرمختللي بسپنه ورکوونکي هېوادونه فکر کوي چې له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمې کړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې په اوسني حالت کې بايد له افغانستان سره بشري مرستې محدودې او ختمې نه شي. هغه له پرمختللو بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او د مرستو لا مستقيمې او اغېزمنې لارې چارې پيدا کړي، څو افغانان په تېره بيا ښځې او نجونې له دغو مرستو څخه ګټه واخلي.