سوريه: امريکا بايد د ترهګريزې جګړې مسئوليت پر غاړه واخلي
CMG2023/03/09 11:33:46
شريکول:

د سوريې بهرنيو چارو وزارت د مارچ په اتمې نېټې په يوې اعلاميې کې د امريکا د خارجه وزير انټوني بلېنکن اړوندې څرګندونې غندلې دي.

انټوني بلينکن په دې ورستيو کې ويلي، چې امريکا به د سوريې له مخالفو ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي

اعلاميه وايي، که امریکا او متحدینو یې د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو او ترهګرو ډلو ته وسلې او مالي امکانات نه وای برابر کړي، نو دغو سازمانونو به د سوریې ګڼ شمېر خلک نه وی وژلي، او بنسټیز تاسیسات او ټولنيز تمدن به یې نه و ور ويجاړ کړی.

اعلاميه وايي، امريکا اوس هم د سوریې تېل او خوراکي توکي غلا کوي او تر دې دمه يې سوریې ته له ۳۰ ميليارډو ډالرو ډېر زیان اړولی دی.

د سوريې بهرنيو چارو وزارت په يادې اعلاميې کې پر امريکې غږ کړی، چې د سوریې حکومت ته غلا کړې سرچېنې بېرته وسپاري!

اعلاميه وايي، چې امريکا بايد د سوريې پر وړاندې د تروريستي جګړې مسئوليت پرغاړه واخلي. (ژباړه: شکريه)