د نړۍ مخکښ اقتصادپوهان د چين د باکيفيته پرمختگ افکار ستايي
CMG2023/03/09 14:30:28
شريکول:

په وروستيو کې د چین د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د ملګرو ملتونو اقتصادپوهانو او د څو هېوادونو شخصيتونو ويلي چې دغه دوه کلني غونډې د چین د نوې پرمختيایي تګلارې د معلومولو د مهمې کړکۍ په څېر دي. چين د نوي پرمختيایي جوړښت ابادي چټکه کړې او د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره يې ډېرې هڅې کړې چې همدا به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ خوځښت راوړي.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې افتخاري اقتصادپوه لانګ ګوو يونګ د چين د ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د چين د اقتصادي پرمختګ مهم ټکی پر باکيفيته پرمختګ بدل شوی چې دا به پر نړيوال اقتصاد مثبته اغېزه وکړي او د نړۍ په اقتصادي ټولنه کې د پاملرنې وړ کار ګرځېدلی دی. هغه وویل چې تېر لس کلنو معلوماتو ته په کتو سره د چين حکومت په اقتصادي پرمختګ کې له اقتصادي اندازې څخه پر اقتصادي اندازې او کيفیت پام اړولی چې دا د چین د اقتصادي پرمختګ لپاره يو مهم بدلون بولم. له يوې خوا د چين ورخلاصون او پرمختګ مانا دا ده چې نور هېوادونه د چين له پرمختګ څخه ګټه اخيستلی شي او له بلې خوا د چین نوښت او زرغون پرمختګ د نړیوال اقتصاد د علمي او تخنيکي پرمختګ لپاره ښه ورل لوبولی شي او د اقليمي بدلونونو په شمول له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره ګټور هم دی.

د سنيګال د ولسمشر سلاکار لوګ سار په دې اند دی، په نړۍ کې بېلابېل هېوادونه دې ته په تمه دي چې چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ د مهم انجين په توګه لازيات پرمختګ ومومي.هغه وویل: موږ د پخوا په پرتله دې ته په تمه يو چې چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ د مهم انجين په توګه لا پرمختيا ومومي، څرنګه چې د چين اقتصادي پرمختګ له اوسنيو نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره ګټور دی.

د سينګاپور دولتي پوهنتون د سوداګرۍ پوهنځي د ادارې او دواملرونکي پرمختګ د څېړنيز انسټيټيوټ مشر لو يو هون د چين د اقتصادي پرمختګ پر راتلونکي باور لري. هغه وويل چې موږ د چين د راتلونکي اقتصاد پر دواملرونکي پرمختګ باور لرو. دغه حالت مو ليدلی چې چين باکيفيته پانګونې، ډيجيټلي کېدو او دواملرونکي اقتصادي پرمختګ ته پام اړولی. د چین اقتصادي جوړښت د بدلېدو په حال کې دی او راتلونکی به لا ښه وي. چين په نړۍ کې يو لوی مهم اقتصادي هېواد بلل کېږي.

د پاناما اقتصادپوه ايدي تاپيرو د چین د ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې که چين باکيفيته پرمختګ ومومي، نو دا به نه يوازې چينايانو ته بلکې نړۍ ته ګټې راوړي او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پلي کولو په رڼا کې د همکاريو له لارې ګډ برياليتوبونه به تر لاسه شي. هغه زياته کړې چې چين د اقتصادي پرمختګ د ستراتيژۍ په برخه کې تر ټولو غوره شکل انتخاب کړی او له خپلو لارو چارو يې اقتصادي پرمختګ کړی چې اقتصادي پرمختیايي موډل يې د انسانانو او چاپېريال د هوسا ژوند له لارې خلکو ته د لا باکيفيته ژوند راوړل دي. خو پخوا غربي نړۍ ياد ټکي ته دومره پاملرنه نه ده کړې. تاسو هم کتلی شئ چې په لوېديځو هېوادونو کې د چټک پرمختګ ترڅنګ ډېر کسان غريب شوي او ډېر ناورينونه هم رامنځته شوي دي چې همدا د دوی له اقتصادي پرمختيايي سويې سره سمون نه لري.

د کينيا د نړيوالو اړيکو يوه کارپوه وويل چې د چيني شکله عصري کېدو مفکوره او موډل د افريقايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دی. هغه وويل چې زما په اند د عصري کېدو په اړه د چين مفکوره په نړۍ په تېره بيا په افريقا کې د پام وړ ګرځېدلې ده. موږ هيله لرو چې د چين له پرمختګ څخه د تجربو زده کړه وکړو. د دغې مفکورې له مخې چين هر نفر ته پاملرنه کوي او نه غواړي چې يو کس د چين له لوی ټيم څخه بې برخې شي. دغه ټکی له هغې برخې څخه ښکارېږي چې چين له مطلق غربت څخه وتلی دی. چین د پرمختګ د موندلو ترڅنګ د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ لپاره هم ډېرې هڅې کړې او کوي يې.