چين فضا ته د تيان هوی ۶ نمبر A/B سپوږمکۍ په بریالیتوب وتوغولې
CMG2023/03/10 11:06:14
شريکول:

چين د تيان هوی ۶ نمبر A/B سپوږمکۍ دCZ-4C بار وړونکي راکټ په وسيله فضا ته په برياليتوب توغولې دي.

چين يادې دوې سپوږمکۍ د مارچ د ۱۰مې نېټې د سهار په ۶ بجو او ۴۱ دقيقو د تای يوان د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه توغولې او په فضا کې ټاکلي مدار ته ننوتلې دي.

چين د تيان هوی ۶ نمبر A/B سپوږمکۍ په عمده توګه د جغرافیایي مالوماتو د سروې، د ځمکې او سرچېنو د مالومولو او د ساینسي تجربو د څیړنو په برخه کې کاروي.

دا د CZ مسلسلو بار وړونکو راکټونو ۴۶۵مه دنده وه. (ژباړه: شکريه)