د امریکې اقتصاد لا هم د انفلاسیون تر سختو فشارونو لاندې دی
CMG2023/03/10 14:49:42
شريکول:

د امریکې د زېرمې فدرالي کمېټې د مارچ په ۸مې نېټې د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه یو څېړنیز راپور خپور کړی، چې له مخې يې د امریکې اقتصاد لږ څه پرمختګ موندلی، خو لا هم د انفلاسیون تر سختو فشارونو لاندې دی. 

د امریکې زېرمې فدرالي کمېټې دغه راپور د ۱۲ ناحیو د بانکونو د تازه څېړنې له مخې تنظیم کړی او خاکستري کتاب نوم يې ورکړی دی.

د امریکې زېرمې فدرالي کمېټې ويلي، چې د تېر راپور په هغو ۱۲ ناحيو کې، چې څېړنې يې پکې ترسره کړې وې، په ۶ ناحيو کې يې د ځينو اقتصادي وضعيت بدل شوی او ځينو يې لا هم بدلون نه دی موندلی او پاتې ۶ ناحيو کې بیا اقتصادي پرمختګ نرمه وده کړې ده.

 راپور کې اټکل شوی، چې په يادو ناحیو کې د نامعلومو عواملو له امله، ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې اقتصادي فعالیتونه څرګند ښه والی و نه مومي.

 (هیله)